IQNA

  د حضرت زینب (س) د حرم د تړل کېدو او د حسینی عزا دارئ د مراسمو د مخنیوي خبر دروغ  شو

5:38 - June 30, 2025
د خبر لمبر: 3491335
ایکنا - د سورئې د اوقافو او دیني چارو وزارت په ځینو رسنیو او ټولنیزو چینلونو کې د دمشق په زینبیه کې د حضرت زینب (س) د حرم د تړل کېدو او د محرم په میاشت کې د حسینی عزادارئ   د مراسمو د مخنیوي په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړل.

 ایکنانیوز د شفق نیوز له قوله راپور  راکړی چې د سورئې د اوقافو او دیني چارو وزارت پرون، د ۱۴۴۶ هـ.ق. کال د ذوالحجې ۷  ، په ځینو رسنیو او ټولنیزو چینلونو  کې د دمشق په زینبیه کې د حضرت زینب (س) د حرم د تړل کېدو او د محرم په میاشت کې د حسینی عزادارئ د  مراسمو د مخنیوي په اړه خپاره شوي خبرونه تکذیب کړل.

د دغه  وزارت د رسنیو دفتر اعلان وکړ چې حرم د زائرینو پر مخ خلاص دی او د عاشورا یا د محرم د نورو ورځو په اوږدو کې د دیني شعائرو په ترسره کولو هیڅ بندیز نشته.

د سورئې د اوقافو او دیني چارو وزارت د ټولو زائرینو لپاره د مر قدونو  د زیارت اسانتیا او د زائرینو د امنیت ساتلو لپاره د زیارت تنظیم او امنیتي تدابیرو ته پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ .

تر دې مخکې، د زینبیه د حرم د تړل کېدو او د حسینی شعائرو د مخنیوي په اړه خبرونه خپاره شوي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي انځورونه هم د محرم د لومړۍ شپې مراسمو د ترسره کېدو ښودنه کوي، چې په دمشق کې د حضرت زینب (س) په حرم کې د لسګونو کسانو په شتون  سره ترسره شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4291486

captcha